دپاکستان دپوځ پخوانی لوی درستیزجنرال خالدشمیم په یوې ټرافیکی پیښې کې مړشو
خدای بخښلی جنرال خالد شمیم وائین د ۲۰۱۰کال له اکتوبر ه د ۲۰۱۳کال تر اکتوبر میاشت پورې د پاکستان د پوځ لوی درستیز پاتې شوی ؤ .
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپور ورکړ دپاکستان دپوځ یو پخوانی لوی درستیز ریټایرډ جنرال خالد شمیم وائین چې له پنډۍ لاهور ته روان ؤ ، داسلام اباد موټر وې په چکری انټرچینج سره نزدې د ګاډی په ټکر کې سره دخپل یوه ملګری خپل ژوند له لاسه ورکړ.
راپور ښئ د هغه زوی او ډرائیور هم سخت ټپیان دی .
دموټر وې سترې لارې ویندوی وئیلی دی ، جنرال شمیم دپیښې په وخت ټپی ؤ او له نورو ټپیانو سره یو ځای دپنډۍ سی ایم ایچ پوځی روغتونو ته ورسول شو چې هلته د سختو ټپونو له امله ئې سا ورکړه .
په راپور کې وئیل شوی دی ، دګاډی ټایر دشلیدو له امله پیښه رامینځة شوې ده . دا هم وئیل شوی چې دګاډی ټایر د سپیډ دزیاتیدو له امله شلیدلی او دغه پیښه رامینځةشوې ده .
خدای بخښلی جنرال خالد شمیم وائین د ۲۰۱۰کال له اکتوبر ه د ۲۰۱۳کال تر اکتوبر میاشت پورې د پاکستان د پوځ لوی درستیز پاتې شوی ؤ .