دپاکستان لومړی وزیر د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62631-دپاکستان_لومړی_وزیر_د_ټرمپ_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو تورونو ته په ځواب کښې هغه ناسم اود نادرک وړ وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2018 02:05 Asia/Kabul
  • د امریکا او دپاکستان ترمنیځ ملګرتیا تقریبا ختمه شوي ده .
    د امریکا او دپاکستان ترمنیځ ملګرتیا تقریبا ختمه شوي ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو تورونو ته په ځواب کښې هغه ناسم اود نادرک وړ وبلل .

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی پرون د فیډرال کابینې په غونډې کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او دنورو چارواکو اسلام اباد ضد دریځونوته په غبرګون کښې د ټرمپ څرګندونې او تورونه د نا درک وړ وبلل او ویې ویل دپاکستان په ملی امنیت کښې هیڅ مشکل نشته .

د پاکستان د کورنیو او د بیخ بنایی او دپلانونې دچارو وزیر احسن اقبال هم داسلام اباد دپولیسو په غونډې کښې دامریکا دولسمشر ټرمپ په څرګندونو نیوکې سره وویل هیڅوک حق نلری پاکستان چې دترهګرۍ پرضد یې ترټولو ستر اقدامات کړی دی دروغجن وبولی .

دپاکستان دفاع وزیر خرم  دستګیر هم ویلی دی چې د امریکا او دپاکستان ترمنیځ ملګرتیا تقریبا ختمه شوی ده او دپاکستان په داخل کښې دامریکا د پوځی عملیاتو امکان نشو منلی .