د پاکستان خارجه وزارت یوځل بیا هندي ډیپلماټ وروباله
په تیره یوه اونۍ کښې دا دویم ځل دی چې په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت دغه ډیپلماټ د پاکستان خارجه وزارت ته وربلل کیږي.
پاکستان د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو په حملې باندې په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د هندي سفارت د شاذدافیر ځاې ناستی جی، پي، سنګ، خارجه وزارت ته وروباله.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د هندي ځواکونو حمله د سیمې د امنیت، ثبات او ارامښت لپاره جدي ګواښ دی.
محمد فیصل زیاته کړه: د هند لخوا د اوربند خلاف ورزي د ډیرو سترو او نه جبیره کیدونکو غلطیو لامل کیدی شي او دغه هیواد باید د داسې کړنلارې مخنیوی وکړي.
په تیره یوه اونۍ کښې دا دویم ځل دی چې په اسلام آباد کښې د هندوستان د سفارت دغه ډیپلماټ د پاکستان خارجه وزارت ته وربلل کیږي.
د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو په دوه ورځې مخکښنیو ډزو کښې لږترلږه ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ هم ویلي دي چې د پاکستاني ځواکونو په متقابله حمله کښې درې هندي عسکر وژل شوي او څلور نور زخمي شوي دي.