د پاکستان په کوزې کرمې د امریکايي ډرونز لخوا دوه بریدونه وشول
کرمه کښې له افغانستان سره د پاکستان په ګډه پوله د امریکې لخوا ډرون حمله شوې.
له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په کرمې ایجنسۍ کښې له افغانستان سره د پاکستان په ګډې سرحدي سیمې باندې د امریکې د بې پایلټه الوتکې لخوا دوه توغندوي حملې شوي چې تراوسه پکښې د یو ترهګر چې خالد نوميږي د زخمي کیدو خبر ترلاسه شوی دی.
خبر زیاتوي چې وړومبۍ حمله د پاکستان په وخت نن د غرمې په یوه بجه د کوزې کرمې په بادشاه کوټ سیمې وشوه چې پکښې د خپل کور مخې ته ولاړ خالد نومې یو ترهګر زخمي شو.
دویم توغندے د افغانستان او پاکستان پولې سره نزدې د افغانستان د خوست ولايت په خاني کلي کښې وغورزېد چې ويل کيږي په ترهه ګرو باندې ويشتې شوے او پکښې دوه ترهه ګر هلاک شوی دي.
د کوزې کرمې په فضا کښې اوس هم د امریکې د ډرونز الوتنې روانې دي چې له امله یې په سیمه کښې خلک سخت ویریدلي دي.