په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډزفئر د جانشین احضار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63793-په_اسلام_آباد_کښې_د_هند_د_سفارت_شارډزفئر_د_جانشین_احضار
د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې د هند سفارت د شارډزفئر جانشین په پاکستانی سیمو باندې د هندی پوله ایزو ځواکونو د ډزو په اعتراض کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 10:46 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارډزفئر د جانشین احضار

د پاکستان په پائېتخت اسلام آباد کښې د هند سفارت د شارډزفئر جانشین په پاکستانی سیمو باندې د هندی پوله ایزو ځواکونو د ډزو په اعتراض کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړے شو.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون د جی پی سېنګ په احضارولو سره په دې اړه هغه ته د اسلام آباد د حکومت سخت احتجاج وړاندې کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اېشیا د جنوب د ادارې عمومی مدیر محمد فېصل د هند د سفارت د شارډزفئر د جانشین په کتنه کښې د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند د پوله ایزو ځواکونو لخوا د ډزبندۍ پرله خلاف ورزی وغندله.

د  کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند د پوله ایزو ځواکونو په پرونیو ډزو کښې یو پاکستان ووژل شو او څلور تنه نور ژوبل شول.

وړومه ورځ هم د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند پوله ایزو ځواکونو په ډزو کښې دوه پاکستانی ښځې وژلې شوې او پینځه تنه نور ژوبل شوی وو.