امریکادې د پاکستان د تورنولو په ځای د افغانستان مشکلات حل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i63829-امریکادې_د_پاکستان_د_تورنولو_په_ځای_د_افغانستان_مشکلات_حل_کړی
پاکستان دافغانستان امنیت اوثبات خپل امنیت اوثبات ګڼی او د دغه هیواد د سولې دبهیر دبریالیتوب لپاره ئې تر خپل حده هڅې کړی او بیا به هم کومه هڅه ونه سپموی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2018 15:47 Asia/Kabul
  • امریکادې د پاکستان د تورنولو په ځای د افغانستان مشکلات حل کړی

پاکستان دافغانستان امنیت اوثبات خپل امنیت اوثبات ګڼی او د دغه هیواد د سولې دبهیر دبریالیتوب لپاره ئې تر خپل حده هڅې کړی او بیا به هم کومه هڅه ونه سپموی .

زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ  په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې میرمن ملیحه لودهی  نن په یولړ څرګندونو کې  له ترهه ګرۍ سره  په مقابلې کې د خپل هیواد دمشکلاتو پهباب  وئیلی دی ،  په افغانستان کې د  ترهه ګر او وسلوالې ډلې بهرنیو مالی مرستو ته اړتیا نه لری  او    نشه ایزو  توکو   په قاچاق سره  خپلې اړتیاوې تامینولی شی.

میرمن لودهی  هغو کسانوته  په خطاب کې چې مدعی  دی ، پاکستان دترهه ګرو  په ا منیت ځای بدل شوی دی ،هم ووئیل ، هغه کسان چې  خیال کوی ، وسله والې ډلې له افغانستانه  بهر  امن پټنځایونه لری ،باید  د حقایقو په باب ارزونې وکړی.

 میرمن ملیحه لودهی زیاته کړې ،  دافغانستان تاریخ ښئ  چې  د دغه هیواد  مشکلات  په پوځی قدرت باندې په تکیې او یا په زور سره  نشی حل کیدلی، باید امریکا پر پاکستان   ددباؤنو د زیاتولو په ځای  دافغانستان  مشکلات چې له اولسو کلونو راهسې ئې   په دغه هیواد کې  خپل پوځونه  دیره کړی دی ،حل کړی او  په دغه هیواد کې دې  دترهه ګرۍ او نشه ایزوتوکو جرړې وچې کړی ، پاکستان  دافغانستان  امنیت  اوثبات خپل امنیت اوثبات ګڼی  او د دغه هیواد  د سولې  دبهیر دبریالیتوب لپاره ئې   تر خپل حده  هڅې کړی   او بیا به  هم کومه هڅه ونه سپموی .