پاکستان د امریکې مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64059-پاکستان_د_امریکې_مرستو_ته_هیڅ_اړتیا_نه_لري
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د امریکې مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 18:17 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکې مرستو ته هیڅ اړتیا نه لري

د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د امریکې مرستو ته هیڅ ضرورت نه لري.

د ایرنا د خبر له مخې شاهد خاقان عباسي نن د پاکستان خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستۍ کړنلارې په غبرګون کښې وویل: امریکایانو په تیرو پنځلسو کالو کښې پاکستان ته له دروغو او دوکو پرته بل څه نه دي ورکړي.

هغه وویل چې په دې تیرو کلونو کښې د پاکستان خلاف د امریکايي چارواکو سټراټیجي یوازې د ترهګرۍ خلاف د جنګ د کمزوري کیدو سبب شوې ده او پاکستان په دې لاره کښې ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

له دې مخکښې هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکې لاسوهنه وغندله.

یاده دې وي چې ډونلډ ټرمپ په خپله وروستۍ سټراټیجۍ کښې پاکستان د ترهګرۍ مرکز بللی چې د اسلام د چارواکو او د پاکستاني ولس قهر یې راپارولی دی.