اسلام آباد د امریکې بدمعاشیو ته نه ټیټیږي
Jan 24, 2018 09:19 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلام آباد به د امریکې زور وینو ته تسلیم نه شي.
خواجه محمد آصف چې د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په غونډه کښې د ګډون په موخه د سویټزرلینډ په داووس ښار کښې دی، وویل: پاکستان هیڅکله د امریکې تر دباؤ لاندې نه راځي.
د پاکستان خارجه وزیر ټینګار وکړ: پاکستان آزاد او خپلواک هیواد دی او د امریکې پيروي نه کوي.
د داووس د اقتصاد نړیواله غونډه له پرون څخه د نړۍ د مختلفو هیوادونو د یوشمیر سیاسي، اقتصادي او علمي شخصیتونو په ګډون د سویټزرلینډ په داووس ښار کښې پیل شوې ده.
ټیګونه