د پاکستان خارجه وزارت د امریکې ډرون حملې سختې وغندلې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په خپله ګډه پوله کښې د امریکې د ډرون حملې خبر ورکړ.
ایرنا د پاکستان د جیو نیوز په حواله لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په کرمې او اورکزئ ایجنسیو باندې د امریکايي بې پایلټه الوتکو په پرونۍ حمله کښې دوه تنه وژل شوي دي.
د پاکستان خارجه وزارت له افغانستان سره د خپل هیواد په ګډو سرحدي سیمو باندې د امریکايي پوځ پر ډرون بریدونو باندې په نیوکې سره وویل: حقاني ډلې د افغان کډوالو په کیمپ باندې حمله کښې هیڅ لاس نه درلود.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون هم په یوه خبرپاڼه کښې پر کرمې او اورکزۍ ایجنسیو د امریکايي ډرونز حملو په غندلو سره ویلي وو چې دا تیري ګر اقدامات له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان او امریکې ملګرتیا خرابوي.
د پاکستان چارواکي، د پارلیمان او سینیټ استازي او سیاسي او مذهبي شخصیتونه پر خپل هیواد د امریکې هوايي بریدونه د خپل هیواد د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي ګڼي.