پاکستان دې د مشال راډیو فعالیت بحال کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64283-پاکستان_دې_د_مشال_راډیو_فعالیت_بحال_کړي
د پاکستان حکومت ویلي دي چې دغه راډیويي چینل له دښمنو استخباراتي ادارو سره ملګری شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2018 04:13 Asia/Kabul
  • پاکستان دې د مشال راډیو فعالیت بحال کړي

د پاکستان حکومت ویلي دي چې دغه راډیويي چینل له دښمنو استخباراتي ادارو سره ملګری شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له پاکستانه وغوښتل چې په دغه هیواد کښې د مشال په نامه امریکايي راډیو فعالیت چې په دې وروستیو کښې له سي، آيي، ای سره د ملګرتیا په وجه بند شوی، بیا پيل کړي.

د پاکستان ټریبون خبري سایټ په لیکنه، هیدر نایرټ پرون د مشال راډیو په نامه د امریکې د آزادۍ راډیو د پاکستاني چینل په فعالیت باندې له بندیزه اندیښنه وښودله.

د ویلو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کښې په اسلام آباد کښې د مشال راډیو دفتر د امریکې له جاسوسي ادارې سي، آيي، ای سره د دغه چینل د ملګرتیا او د پاکستان خلاف رسندوي فعالیت په وجه بند کړ.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې دغه راډیويي چینل له دښمنو استخباراتي ادارو سره ملګری شوی دی.

مشال راډیو په ۲۰۱۰ کال کښې په پښتو ژبه خپل پروګرامونه پیل کړل او مرکزي دفتر یې د چیک جمهوریت په پراګ ښار کښې دی.

د امریکې حکومت په نښه کړو ټولنو کښې د امریکايي لایف سټایل د دودولو په موخه د آزادي راډیو بودجه برابروي.