هندوستان دې د مسلمانانو وژله بنده کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64377-هندوستان_دې_د_مسلمانانو_وژله_بنده_کړي
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر په کشمیر کښې د امنیتي ځواکونو تیري ګر او ځپونکي سیاستونه او د دغې سیمې د خلکو وژله وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2018 10:37 Asia/Kabul
  • هندوستان دې د مسلمانانو وژله بنده کړي

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر په کشمیر کښې د امنیتي ځواکونو تیري ګر او ځپونکي سیاستونه او د دغې سیمې د خلکو وژله وغندله.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې بلاول بوټو زرداري وویل: ټیکنالوجي او مجازي فضا (انټرنیټ) نه پریږدي چې هندوستان د کشمیر په خلکو ظلم او ستم پټ وساتي.

هغه همداشان زیاته کړه: اسلام آباد د هندوستان په کورنیو چارو کښې د دخالت نیت نه لري بلکې دا نوی ډیلی دی چې د پاکستان په داخلي چارو کښې لاسوهنه کوي.

د پاکستان د پخوانی وزیراعظمې میرمن بینظیر بوټو زوي ټینګار وکړ چې د نریندر مودي لخوا د کشمیر او ګجرات د خلکو وژله سبب شوې چې پاکستانیان د هند وزیراعظم ته منفي نظر ولري.