په افغانستان او پاکستان کی زلزله وشوه
Jan 31, 2018 09:22 Asia/Kabul
د نن چهارشنبې زلزلې، د پاکستان او افغانستان یو شمیر سیمی ولړزولې.
د ایران د راډیو ټلویزون د خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان د زلزلې سنجونی سازمان اعلان وکړ؛ نن د ۶ اعشاریه یو ریشتر په قدرت سره زلزلې، د اسلام آباد؛ لاهور او کویټې په شمول، د پاکستان مختلف ښارونه ولړزول، چی له کبله یی لږ تر لږه یو کس وژل شوئ، او نور ۹ تنه ژوبل شوی دی.
د دغې زلزلې مرکز په افغانستان کی د هندوکش غرونه اعلان شوی دی.
په همدی حال کی د امریکی د ځمکی پیژندې تحقیقاتی مرکز نن اعلان وکړ: د 6 اعشاریه یو رشتر په قدرت سره زلزلې، د افغانستان په شمال کی یو شمیر سیمې ولړزولې.
تر اوسه لا د یادې زلزلې له احتمالی تلفاتو او زیانونو څخه راپور ترلاسه شوئ نه دئ.