هندي ځواکونو په کشمیر کنټرول لاین کښې اته پاکستاني ملکیان زخمي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i64741-هندي_ځواکونو_په_کشمیر_کنټرول_لاین_کښې_اته_پاکستاني_ملکیان_زخمي_کړل
د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو له امله لږترلږه اته ملکيان زخمي شوي دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 02, 2018 13:02 Asia/Kabul
  • هندي ځواکونو په کشمیر کنټرول لاین کښې اته پاکستاني ملکیان زخمي کړل

د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو له امله لږترلږه اته ملکيان زخمي شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي ځواکونو د ډزو له امله لږترلږه اته ملکيان زخمي شوي دي.

په کشمیر کښې د پاکستان یو پولیس چارواکي راجه عرفان سلیم نن وویل: د هند سرحدي ځواکونو بیګا د کشمیر کنټرول لاین ته څیرمه پرتو کلیو باندې په ډزو سره د څو ښځو او ماشومانو په شمول اته ملکي وګړي زخمي کړل.

د هند او پاکستان سرحدي ځواکونه تل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د یو بل په سنګرونو ډزې کوي او بیا مقابل لوری د اوربند په خلاف ورزی تورنوي.