دپاکستان او امریکااړیکو ته دافغانستان له زاوئې لیدل کیږی
دپاکستان موخه د افغانستان لانجمن کول نه دی ، بلکې پاکستان تل په افغانستان کې د امن اوثبات دټینګیدا لپاره ملګرتیا او هڅه کړې ده او له دغه هیواد سره د ګډو هلوځلو غوښتونکی دی . په افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان پشمول د درستې سیمې لپاره ډیر مهم دی خوباید ووئیل شی ، چې دافغانستان شخړه له تیرو درو لسیزو راهسې په دغه هیواد کې د امریکائی ځواک د شتون له امله لاترینګلی شوی ده .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور ورکړی دپاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف له خبریالانو سره په یولړ څرګندونو کې وئیلی ، د امریکایانو له خوا له تیر یوه کال راهسې چې څه آوروو، په دې خواشینی یوو، داامریکا اوپاکستان تعلقاتو ته د افغانستان دحالاتو له زاوئې لیدل کیږی ، چې اندیښنې رامینځةکولی شی .
هغه دیوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې هیله وښودله چې دامریکا او پاکستان اړیکې عادی شی . دپاکستان خارجه وزیر وئیلی ، پاکستان له امریکا سره د پر اړیکو توجه متمرکز کول غواړی ، دپاکستان موخه د افغانستان لانجمن کول نه دی ، بلکې پاکستان تل په افغانستان کې د امن اوثبات دټینګیدا لپاره ملګرتیا او هڅه کړې ده او له دغه هیواد سره د ګډو هلوځلو غوښتونکی دی . په افغانستان کې امن او ثبات دپاکستان پشمول د درستې سیمې لپاره ډیر مهم دی خوباید ووئیل شی ، چې دافغانستان شخړه له تیرو درو لسیزو راهسې په دغه هیواد کې د امریکائی ځواک د شتون له امله لاترینګلی شوی ده .