د امريکې لخوا د دريو پاکستانيانو بائيکاټ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65165-د_امريکې_لخوا_د_دريو_پاکستانيانو_بائيکاټ
د پاکستان يوې خبري سرچينې د دغه هېواد د دريو ښاريزو په خلاف په پاکستان او افغانستان کښې له ترهه ګرو ډلو سره د ملګرتيا په تور د امريکې لخوا د بنديزونو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 08, 2018 10:54 Asia/Kabul
  • د امريکې لخوا د دريو پاکستانيانو بائيکاټ

د پاکستان يوې خبري سرچينې د دغه هېواد د دريو ښاريزو په خلاف په پاکستان او افغانستان کښې له ترهه ګرو ډلو سره د ملګرتيا په تور د امريکې لخوا د بنديزونو خبر ورکړ.

فارس خبري اژانس د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې په نقل سره رپوټ ورکړ درې پاکستانيان چې رحمان زيب فقيرمحمد، حزب ا... استم خان او دلاور خان نوميږي  د امريکې د خزانې د وزارت لخوا په پاکستان او افغانستان کښې له ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ او ورته د مالي مرستو د ورکولو په تور د نړيوالو ترهه ګرو په نامه لېسټ کښې ورزيات کړل.