د امريکې لخوا د دريو پاکستانيانو بائيکاټ
Feb 08, 2018 10:54 Asia/Kabul
د پاکستان يوې خبري سرچينې د دغه هېواد د دريو ښاريزو په خلاف په پاکستان او افغانستان کښې له ترهه ګرو ډلو سره د ملګرتيا په تور د امريکې لخوا د بنديزونو خبر ورکړ.
فارس خبري اژانس د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې په نقل سره رپوټ ورکړ درې پاکستانيان چې رحمان زيب فقيرمحمد، حزب ا... استم خان او دلاور خان نوميږي د امريکې د خزانې د وزارت لخوا په پاکستان او افغانستان کښې له ترهه ګرو ډلو څخه د ملاتړ او ورته د مالي مرستو د ورکولو په تور د نړيوالو ترهه ګرو په نامه لېسټ کښې ورزيات کړل.
ټیګونه