د افغانستان دپلماتیک پلاوی پاکستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65253-د_افغانستان_دپلماتیک_پلاوی_پاکستان_ته_تللی
د افغانستان یو دپلماتیک پلاوی د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډې کاري ډلې په چوکاټ کې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2018 16:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان دپلماتیک پلاوی پاکستان ته تللی

د افغانستان یو دپلماتیک پلاوی د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د ګډې کاري ډلې په چوکاټ کې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته لاړ.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویندویي  محمد فیصل  وویل چې دغه کاري ډله د افغانستان د خارجه وزیر د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلې ده .

 دا سفر په داسې حال کې کیږي چې له دې مخکې د پاکستان دولت خپل هیواد ته د افغان کډوالو د خپلې خوښتې ستنیدو موده دوه میاشتې اوږده کړه .

  تیره شنبه هم د پاکستان د خارجه وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه کابل ته په سفر کې د افغانستان د خارجه وزیر له مرستیال حکمت خلیل کرزي سره کتنه کړې وه.

پاکستان او افغانستان  په ځینو موضوعاتو لکه د ترهه ګرۍ په ملاتړ  د یو بل د تورونول په شان مسایلو اختلاف لري.

په دې اړوند  پاکستان اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې میشته افغان کډوال باید د جنورۍ په یو دیرشمه له پاکستانه ووځي ، خو اسلام اباد ته د کابل د پلاوي سفر او د افغانستان کډوالو د اوسیدلو د مودې د تمدید لپاره د هغوي غوښتنې ته په پام سره دغه موده دوه میاشتې نوره اوږده شوه.