ایران او پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65307-ایران_او_پاکستان_د_دوه_اړخیزو_ملګرتیاو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په سیمه کښې د پایدارې صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2018 11:11 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ

په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په سیمه کښې د پایدارې صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د رپورټ له مخې د اسلامي ایران سفیر مهدي هنردوست په اسلام آباد کښې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان اړیکې په سیمه کښې د پایدارې صلحې د ټینګښت د موثرې سټراټیجۍ په توګه وبللې.

هغه همداشان د بانکي برخو په شمول مختلفو څانګو کښې د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ و د دوه اړخیز تجارت د پراختیا د خنډونو د لرې کیدو غوښتنه یې وکړه.

په دغه کتنه کښې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم اسلامي ایران د خپل هیواد د ګاونډي او مسلمان ورور په توګه یاد کړ او ویې ویل: اسلام آباد تل د اړیکو د پراختیا لپاره ایران ته د دوستۍ لاس غزولی دی او په ټولو برخو کښې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان تل د سیمې په صلحې او ثبات کښې مثبت رول لوبولی او په سیمه ایزو او نړیوالو مسائیلو کښې د ایران په رغنده رول خبر دی.