د ایران او پاکستان د تجارتي او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65385-د_ایران_او_پاکستان_د_تجارتي_او_اقتصادي_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار
د پاکستان  ملي امنیت سلاکار، له اسلامي ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2018 03:17 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د تجارتي  او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار

د پاکستان  ملي امنیت سلاکار، له اسلامي ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې ناصر خان جنجوعه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په یولو سره ،  له ایران سره د اړیکو د هر اړخیزې پراختیا په ضرورت  په ټینګار سره وویل:  له تهران سره د اړیکو پراختیا د اسلام اباد لپاره ډیر اهمیت لري.

دغه پاکستاني مقام هیله وکړه چې د دواړو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو اړیکې تر پخوا زیاتې په ټولو برخو په تیره بیا د اقتصاد او تجارت په برخه کې زیاتې شي.

د شمیرنو له مخې په تیرو نهو میاشتو کې له ایرانه پاکستان ته د صادراتو اندازه او ه فیصده  او له پاکستانه ایرانه ته د صادراتو اندازه دوه څلویښت فیصده زیاته شوې، په تیرو نهو میاشتو کې  پاکستان ته د ایران د صادراتو اندازه ۶۳۴ میلیونه ډالره او ایران ته د پآکتسان د صادراتو اندازه ۳۴۸ میلیون ډالره وه.