د پاکستان د طالب ډلې د نوي سرغنه د مرستيال معرفي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65503-د_پاکستان_د_طالب_ډلې_د_نوي_سرغنه_د_مرستيال_معرفي
د پاکستان طالب ډلې مفتي نوروالي د دغې دلې د نوي سرغنه د مرستيال په توګه معرفي کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2018 12:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان د طالب ډلې د نوي سرغنه د مرستيال معرفي

د پاکستان طالب ډلې مفتي نوروالي د دغې دلې د نوي سرغنه د مرستيال په توګه معرفي کړ.

له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان  د طالب ډلې وياند اعظم طارق محسود نن په يوې بيانيه کښې وويل: مفتي نورولي ته د دغې ډلې د سرغنه ملا فضل ا... ملاتړ حاصل دے.

د پاکستان په شمالي وزيرستان کښې د امريکې د زيارت د ورځې په ډرون حملو کښې د دغه هېواد د طالب ډلې مرستيال خان سعيد سجنا او نهه نور طالب ځواکونه ووژل شول.

د ويلو ده خان سعيد سجنا د پاکستان د په کراچۍ ښار کښې د دغه هېواد د سمندري ځواک په اډه باندې د ترهه ګريزې حملې  او د خېبر پښتونخوا صوبې د بنو ښار په جېل باندې د حملې  پلانونکے پېژندل شوے ؤ.

د بنو په جېل باندې په حمله کښې د طالب ډلې له څلورو سوو نه زيات بنديان وتښتېدل.