کویټه کښې ترهګرو بیا څلور امنیتي ځواکونه ووژل
Feb 14, 2018 08:13 Asia/Kabul
د پاکستان څلور امنیتي ځواکونه د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې یوه ترهګره حمله کښې ووژل شول.
ایرنا د پاکستاني سرچینو په حواله خبر ورکړی چې نن سهار د پاکستان د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه ښار په سریاب روډ باندې د ایف، سي ځواکونو په ګاډې شویو د نامعلومو وسله والو په ډزو کښې څلور تنه وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي.
د دې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې.
د کویټې د پولیسو مشر ویلي چې د پاکستان پوځي او پولیس ځواکونو د بریدګرو د موندلو لپاره عملیات پيل کړي دي.
ټیګونه