پاکستان سعودی عربستان ته نور پوځیان استوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i65699-پاکستان_سعودی_عربستان_ته_نور_پوځیان_استوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یوشمیر نور عسکر په عربستان کښې دیره کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان تل په پاکستان دباو  اچوي او پیسو او دتیلو تمه ورکوي چې دغه هیواد ته نور پوځیان واستوي .
    سعودي عربستان تل په پاکستان دباو اچوي او پیسو او دتیلو تمه ورکوي چې دغه هیواد ته نور پوځیان واستوي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان یوشمیر نور عسکر په عربستان کښې دیره کیږی .

په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان د سفیر نواف سعید ال  مالکی(Nawaf Saeed Al Maliki) او دپاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاویدا باجوا ترمینځ په پنډۍ کښې له کتنې وروسته وویل شو  چې دپاکستان د پوځ یوشمیر نور عسکر به د روزنې او د سلامشورې لپاره په سعودی عربستان کښې دیره شی .

د پاکستان دپوځ مشر او د سعودی عربستان سفیر په پنډۍ کښې په دغه کتنې کښې ددوه اړخیزه اړیکو او دسیمې د امنیتی حالاتو په اړه هم خبرې وکړې .

دپاکستان دغه نوی عسکر به په سعودی عربستان  کښې له مخکې څخه دیره شوی عسکرو سره یوځاې شی او دعربستان دباندې به دیره نشی .

د ویلو ده چې پاکستان له مخکې څخه په سعودی عربستان کښې څو زره عسکر لری چې دیمن سرحد ته نږدې یې دیره کړی دی  .

ځینې راپورونه وایی چې دپاکستان دغه نوی  پوځیان به هم له یمن سره دسعودی عربستان په سرحد کښې دیره شی .

دپاکستان د پوځ دغه اقدام د هیواد دسیاسی ګوندونو غصه راپارولی ده .

دپاکستان سیاسی ګوندونو دیمن په کړکیچ کښې دخپل هیواد او دپوځ له ښکیلیدا سره مخالف دی .

سعودی عربستان تل په پاکستان دباو  اچوی او پیسو او دتیلو تمه ورکوی چې دغه هیواد ته نور پوځیان واستوی .