د پاکستان پوځ به د هیڅ کوم هیواد خلاف استعمال نه شي
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر خان څرګنده کړه: پاکستان به د عربستان په کورني ثبات کښې خپل رول لوبوي او د دغه هیواد دفاع هم زمونږ ذمه واري ده خو زمونږ پوځ به د بل کوم هیواد خلاف و نه کارول شي.
هغه بیګا د پاکستان د دنیا نیوز چینل په یو پروګرام کښې ویلي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ خلاف په ستر جنګ اخته دی او بریاوې یې بې سارې دي.
هغه زیاته کړه: عربستان ته د پاکستاني پوځیانو د لیږلو لپاره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ له تیرو څو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې وې. له دې مخکښې هم عربستان ته کابو یو زر پاکستاني پوځي ځواکونه لیږدول شوي دي چې مسئولیت یې یوازې د سعودي پوځیانو روزنه ده.
هغه وویل چې نوي لیږل کیدونکي پوځیان به هم د بل کوم هیواد خلاف جنګ کښې برخه وا نه خلي بلکې تش روزنیز رول به ولوبوي.
د پاکستان دفاع وزیر څرګنده کړه: حکومت د پارلیمان په تړون ولاړ دی او په سینیټ کښې په حاضریدو سره به په دې لړ کښې موجودې ټولې اندیښنې ختمې کړم.
د ویلو ده چې د پاکستان د پوځ لخوا عربستان ته د ځواکونو د لیږلو د خبر له خپریدو وروسته د پاکستان د سینیټ مشر میا رضا رباني د دغه هیواد دفاع وزیر خرم دستګیر خان د وضاحت لپاره د دوشنبې په ورځ دغه ارګان ته وربللی دی.