په پاکستان کښې دوه ترهګر ووژل شول
Feb 19, 2018 10:40 Asia/Kabul
د پاکستان د شمال لویدیځ د خیبر پښتونخوا صوبې د باجوړ ایجنسۍ په قبایلي سیمه کښې دوه ترهګر وژل شوي دي.
پاکستاني سرچینو خبر ورکړی چې په دغو کښې یو ترهګر د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی او بل کس د خپلو چاودونکو توکو په چاودنه الوتی دی.
د پاکستان امنیتی چارواکي وايي چې دغه دوه ترهګر له افغانستانه د پاکستان خاورې ته ورغلي وو.
که څه هم په خبر کښې د ترهګرو هویت ته کومه اشاره نه ده شوې خو د شمالي وزیرستان په شمول د خیبرپښتونخوا په مختلفو سیمو کښې زیاتره د طالب وسله والو پټنځي موجود دي.
ټیګونه