پاکستان د ترهګرۍ پرضد ۲۹۷ میلیارډه روپۍ لګولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66069-پاکستان_د_ترهګرۍ_پرضد_۲۹۷_میلیارډه_روپۍ_لګولی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مالیې وزیر رانا افضل دترهګرۍ پرضد د هیواد دلګښتونو په اړه مشرانو جرګې سینا (Senate)ته دمعلوماتو په ورکولو سره وویل پاکستان په تیرو لسو(۱۰) کلونو کښې دترهګرۍ پرضد دوه سوه اوه نوی (۲۹۷)میلیارډه روپۍ لګولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2018 02:00 Asia/Kabul
  •  امریکا د ترهګرۍ پرضد د هڅو لپاره اسلام اباد  ته د یوسل دوه دیرش (۱۳۲) میلیونه ډالرو د مرستې موافقه کړي ده .
    امریکا د ترهګرۍ پرضد د هڅو لپاره اسلام اباد ته د یوسل دوه دیرش (۱۳۲) میلیونه ډالرو د مرستې موافقه کړي ده .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د مالیې وزیر رانا افضل دترهګرۍ پرضد د هیواد دلګښتونو په اړه مشرانو جرګې سینا (Senate)ته دمعلوماتو په ورکولو سره وویل پاکستان په تیرو لسو(۱۰) کلونو کښې دترهګرۍ پرضد دوه سوه اوه نوی (۲۹۷)میلیارډه روپۍ لګولی دی .

دپاکستان د مالیې  وزیر رانا افضل مشرانو جرګې سینا(Senate) ته په لیکلی ځواب کښې دغه خبره ایشوا کړه چې امریکا د ترهګرۍ پرضد د هڅو لپاره اسلام اباد  ته د یوسل دوه دیرش (۱۳۲) میلیونه ډالرو د مرستې موافقه کړی ده او تراوسه یې یولس(۱۱) میلیونه ډالره پاکستان ته ورکړی هم دی .

 

دپاکستان د مالیې وزیر وویل چې دغه هیواد د ضرب عضب د پوځی عملیاتو لپاره پوځی ادارو ته یوسل دوه پنځوس اعشاریه نهه سوه پینځویشت(۱۵۲.۹۲۵) میلیارډه  روپۍ ورکړی وې او دغه راز دغه راز استخباراتی ادارو ته هم اوه شپیته(۶۷) میلیارډه روپۍ ورکړل شوی او څه دپاسه یودیرش (۳۱)میلیارډه نور روپۍ هغو ادارو ته ورکړل شوی چې د دفاع وزارت تر امر لاندې کار کوی .

هغه وویل پینځه څلویښت(۴۵) میلیارډه نورې روپۍ د هیواد دننه دبې کوره شویو خلکو د بیا ستنولو او ابادولو لپاره د قبایلی سیمو سیکریټریټ ته ورکړل شوی دی .