په امريکې د پاکستان نيوکه
د پاکستان حکومت وويل، اسلام آباد په تېرو لسو کلونو کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره 297 ميليارډ روپۍ لګولې دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت په يوې بيانيه کښې وويل، امريکې په تېرو کلونو له پاکستان سره دولس ميليارډ ډالره مرسته کړې ده.
د پاکستان د اقتصادي چارو د وزارت په بيانيه کښې راغلي دي امريکه ټاکل شوې وه له نشه ايزو موادو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه په پاکستان کښې يو 132 ميلين ډالره ولګوي خو په تېرو لسو کلونو کښې واشنګټن له دغه رقم څخه يوازې ۱۱۱ ميلين ډالرو ادا کړي دي.
د امريکې او پاکستان تعلقات د تېر ۲۰۱۷ کال د اګست له مياشتې راهسې د پاکستان په خلاف د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرله پسې تورونو ورسته خړپړ شوي دي.
ټرمپ په ځلونو پاکستان د ترهه ګرۍ د مرکز په توګه ياد کړے دے چې د دغه هېواد د خلقو او چارواکو قهر يې راپارولے دے