د پاکستان له وزيراعظم څخه د آصف علي زرداري شکايت
د پاکستان پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د قومي اسمبلۍ اوسني غړي آصف علي زرداري پاکستان ته د ګېسو د وارداتو په اړه له قطر څخه د رشوت د حاصلولو په تور د دغه هېواد د وزيراعظم په خلاف شکايت وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې آصف علي زرداري د پاکستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په خلاف دغه شکايت برابر او د دغه هېواد قضائي ادارې ته وړاندې کړ.
همدارنګ د پاکستان د قومي اسمبلۍ يو ممبر شېخ رشيد احمد ددغه هېواد د احتساب ملي عدالت له مشر جاويد اقبال سره په کتنه کښې يو لړ اسناد او مدارک هغه ته وړاندې کړ او پکښې يې ادعا وکړه چې شاهد خاقان عباسي له قطر څخه د طبيعي مائع ګېسو د وارداتو په معاهده کښې د سترې مالي ټګۍ مرتکب شوے دے.
شېخ رشيد ادعا وکړه، د پاکستان وزيراعظم بې له څه اجازې او موافقې د تش په نامه ترقۍ د منصبوبو لپاره په ميلينونو ډالره د حکومت له خزانې څخه اخېستي خو د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت په دې اړه تحقيقاتو کولو ته تيار شوے نه دے.
د پاکستان د ملي احتساب عدالت اطمينان ورکړ چې د قانون او تعريف شويو روشونو مطابق به په ذکر شوي شکايت غور وکړي.