د پاکستان مجلس وحدت مسلمین یوځل بیا پر حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66369-د_پاکستان_مجلس_وحدت_مسلمین_یوځل_بیا_پر_حکومت_نیوکه_وکړه
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي له ترهګرو ډلو سره په چلند کښې د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2018 10:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان مجلس وحدت مسلمین یوځل بیا پر حکومت نیوکه وکړه

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي له ترهګرو ډلو سره په چلند کښې د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه.

د پاکستان مجلس وحدت مسلمین نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل: حکوتم نه یوازې د تکفیري ډلو د حملو په ختمولو کښې ناکامه پاتې دی بلکې د مجلس وحدت مسلمین خلاف یې نوې دسیسه هم پیل کړې ده.

د پاکستان مختلفو سیاسي او مذهبي ګوندونو او شخصیتونو له دې مخکښې هم د اسلام آباد حکومت د ترهګرو ډلو له حملو سره په مقابله کښې په ځنډ تورن کړی دی.

د جماعت الاحرار، سپاه صحابه او لشکر جنګوي په شمول کابو شل ترهګرې ډلې په پاکستان کښې فعالې دي او د ملکي وګړو په وژلو کښې لاس لري.