د پاکستان په بلوچستان کی دوه پولیس ووژل شول
Feb 28, 2018 10:50 Asia/Kabul
د بلوچستان صوبی په کویټه ښار کی، د پاکستان د پولیسو ځواکونو په موټر د یرغلګرو په ډزو کی د پولیسو دوه ځواکونه ووژل شول.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د دغو ډزو له کبله یو ماشوم هم ژوبل شوئ، چی وضعیت یی مرګونئ راپور شوئ دئ.
د کویټې ښار د سمنګلی سیمی د پولیسو رئیس«حمیدالله دستی» او د هغه میرمنه، له دغې پیښې روغ ووتل.
د پولیسو په موټر دغه حمله پداسی حال کی وشوه، چی پدی صوبه کی د ترهه ګرو په ضد د«ردالفساد» عملیات دوام لری، او په ترځ کی یی له ترهه ګرو څخه څو میله سپکی او درندې وسلې او چاودیدونکی توکی کشف او ترلاسه شوی، او زیات شمیر تروریسټان هم نیول شوی دی.
بلوچستان د پاکستان له نا امنو صوبو څخه شمیرل کیږی، چی د لښکر جهنګوی او سپاه صحابه په شان، زیاتره ترهه ګری ډلی پکی شتون لری.