دترهه ګرو او افراط پالوپه ضد دجنګ دوام ته کلک هوډ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66529-دترهه_ګرو_او_افراط_پالوپه_ضد_دجنګ_دوام_ته_کلک_هوډ_لرو
په دغې غونډې کې موافقه شوې ، څو له افغانستان سره دتماسونو اوملګرتیاؤ په پیاوړی کولو سره، خپل هیواد ته دافغان کډوالو په عزت سره دبیرته ستنولو بهیر چټک شی . دپاکستان سیاسی او پوځی مشرانو همداراز وئیلی دی له افغانستان سره دپولې د مدیّریت د نظام پیاوړی کول ډیر مهم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2018 13:58 Asia/Kabul
  • دترهه ګرو او افراط پالوپه ضد دجنګ دوام ته کلک هوډ لرو

په دغې غونډې کې موافقه شوې ، څو له افغانستان سره دتماسونو اوملګرتیاؤ په پیاوړی کولو سره، خپل هیواد ته دافغان کډوالو په عزت سره دبیرته ستنولو بهیر چټک شی . دپاکستان سیاسی او پوځی مشرانو همداراز وئیلی دی له افغانستان سره دپولې د مدیّریت د نظام پیاوړی کول ډیر مهم دی .

ایرنا خبری آ ژانس د پآکستان درسمی  سرچینو له قوله  راپور ورکړی  د پآکستان  د ملی امنیت  شورا  په خپلې بیګانئ غونډې کې  اعلان کړی ،   دغه هیواد  به د ترهه ګرۍ او افراط پالنې په ضد خپلې مبارزې ته  هماغه شان دوام ورکړی .

 راپورښئ  دپاکستان دملی امنیت شورا په غونډې کې چې د  دغه هیواد دلومړی وزیر  شاهد خاقان عباسی په مشرۍ سره شوی ، دپاکستان  دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه، همداراز د  دغه هیواد دهوائی  ا مځکنیو ځواکونو قوماندانانو او  د  استخباراتی اورګانونو مشرانو هم پکې ګډون درلود

 په دغې غونډې کې   دهندی پوځ له خوا   دپاکستان په سرحدی سیمو  دوروستیو   بې مورده   ډزو  په غندنې سره    د دغه بهیر پر  دوام سخته کرکه ا و غوسه  څرګنده کړې ده .

 په دغې غونډې کې همداراز  موافقه شوې ، څو  له افغانستان  سره  دتماسونو اوملګرتیاؤ په  پیاوړی کولو سره، خپل هیواد ته  دافغان کډوالو  په عزت سره دبیرته  ستنولو  بهیر  چټک شی .   دپاکستان سیاسی او پوځی  مشرانو  همداراز وئیلی دی  له افغانستان  سره  دپولې  د مدیّریت  د نظام  پیاوړی کول  ډیر مهم دی .

 دپاکستان   دملی امنیت د وشرا  په غونډې کې  ګډون کونکو همداراز  له ګاونډیو  هیوادونو سره  د دغه هیواد اړیکو  په ارزونې سره  دسیمې له هیوادونو سره د  د بهرنیو اړیکو  دښه کولو پر ا همیّت او  ضرورت ټینګار کړی دی .