پاکستان له ټروریسټانو سره په مبارزې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66553-پاکستان_له_ټروریسټانو_سره_په_مبارزې_ټینګار_وکړ
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد به په هیواد کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ پرضد جنګ ته دوام ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2018 01:04 Asia/Kabul
  • امنیتي ځواکونه دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دترهګرو تر نابودۍ پورې له هغوې سره مبارزې ته دوام ورکوي .
    امنیتي ځواکونه دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دترهګرو تر نابودۍ پورې له هغوې سره مبارزې ته دوام ورکوي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد به په هیواد کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ پرضد جنګ ته دوام ورکړی .

دپاکستان د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په مشرۍ دملی امنیت د کمیټۍ په غونډې کښې ټینګار وشو پوځ او امنیتی ځواکونه دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دترهګرو تر نابودۍ پورې له هغوې سره مبارزې ته دوام ورکوی .

په دغه غونډې کښې چې دپاکستان لوړرتبه چارواکو پکښې ګډون درلود له ګاونډیو هیوادونو سره داسلام اباد په اړیکو غور کولو سره دسیمې له هیوادونو سره د بهرنیو اړیکو د ښه کیدا  پرضرورت او اهمیت ټینګار وشو .

له ترهګروډلو سره په مبارزې د پاکستان د حکومت ټینګار په داسې حال کښې دی بیګا شپه د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې  په درویش بیلیلی سیمه کښې د حکومتی  ملیشا عسکرو د پلټنې په مرکز کښې بم چاودنې څلور(۴) عسکر ووژل او شپږ (۶)نور ژوبل کړل  .

په کویټه ښار کښې پرون سهار هم د پولیسو دګاډی پرضد حملې کښې د لوړرتبه پولیس افسر ډی ایس پی(DSP) حمیدالله دستی په شمول  دوه(۲) کسان وژل شوی وو .