دامریکائی موخو لپاره خپلې ملی ګټې نه شوقربانی کولی
د پاکستان خارجه وزیر ووئیل دافغان ولسمشر اشرف غنی له خوا د له طالبانو سره له کوم شرط پرته دخبروااترو دبلنې ملاتړ کوو ، که په افغانستان کې د سولې اوا من د ټینګولو لپاره له پاکستانه درول لوبولو غوښتنه وشی ، نو حتما به دغه کار وکړوو .
زمونږخبریال ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دپآکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف نن دخبریالانو په ټول کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، که امریکا په سیمې کې امن غواړی ، نو باید پخپلو پالیسیو بیا کتنه وکړی ، او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دې دپاکستان قربانیانو ته هم احترام په سترګه وګوری .
هغه ووئیل دافغان ولسمشر اشرف غنی له خوا د له طالبانو سره له کوم شرط پرته دخبروااترو دبلنې ملاتړ کوو ، که په افغانستان کې د سولې اوا من د ټینګولو لپاره له پاکستانه درول لوبولو غوښتنه وشی ، نو حتما به دغه کار وکړوو .
دپاکستان خارجه وزیر همداراز ووئیل په کشمیر کنټرول لاین کې دهندیانو دخلاف ورزیو ته به هم په موقعې کوټلی ځواب ورکړو ، داسې ښکاری چې دغه ګاونډی هیواد امن او ثبات نه غواړی او له دوه نیمو کلونو راهسې داسې کومه ورځّ نشته چې د اوور بند خلاف ورزی ونه کړی ، او په جمواو کشمیر کې هم دهندی پوځیانو ظلمونه اوجنایتونه له هیچا پټ نه دی ، دنړیوالې ټولنې ضمیر هم ویده دی او باید دکشمیریانو چغه د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسول شی .