پاکستان دافغانستان له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i66643-پاکستان_دافغانستان_له_طالبانو_سره_خبرو_ته_چمتو_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دیوې جایزې سیاسی ډلې په توګه دطالبانو په رسمیت دپیژندلو لپاره دکابل د سیاسی پروسې ملاتړ اعلان کړ او ویې وویل اسلام اباد چمتو دی له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2018 02:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان دحکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ خبرې په حقیقت کښې د دوو (۲)سیاسي ځواکونو ترمینځ خبرې دي .
    د افغانستان دحکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ خبرې په حقیقت کښې د دوو (۲)سیاسي ځواکونو ترمینځ خبرې دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دیوې جایزې سیاسی ډلې په توګه دطالبانو په رسمیت دپیژندلو لپاره دکابل د سیاسی پروسې ملاتړ اعلان کړ او ویې وویل اسلام اباد چمتو دی له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې وکړی .

د پاکستان دباندنیو چارو دوزیر خواجه اصف دغه څرګندونې په کابل کښې د سولې د پروسې په دوهم (۲)کانفرنس کښې د ولسمشر اشرف غنی له څرګندونو وروسته شوی دی .

اشرف غنی په دغه کانفرنس کښې دافغانستان طالبانو ډلې ته وړاندیز کړی وو چې هغه د یوې جایزې سیاسی ډلې په توګه په رسمیت وپیژندی او په طالبانو ډلې یې غږ کړی وو چې د هیواد دژغورلو لپاره د سولې په خبرو کښې ګډون وکړی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د کابل دپروسې په دوهم (۲)کانفرنس کښې ویلی وو دغه پروسه به د پاکستان دهڅولو لپاره د نړیوالو هڅو په شمول له غږمله ډیپلوماټیک ملاتړ سره یوځاې وی .

دافغانستان حکومت په پرله پسې ډول په پاکستان تور لګوی چې دطالبانو او دحقانی ډلې ملاتړ کوی او دافغانستان له ناامنیو دځان لپاره ګټه پورته کوی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دغه راز دکابل په کانفرنس کښې له پاکستان سره د خبرو وړاندیز وکړ  چې  اسلام اباد یې هرکلی هم وکړ .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف هم  چین او دپاکستان د اقتصادی کوریډرو له یوشمیر پانګوالو سره په کتنې کښې وویل د افغانستان دحکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ خبرې په حقیقت کښې د دوو (۲)سیاسی ځواکونو ترمینځ خبرې دی او پاکستان به ددغو خبرو ملاتړ وکړی .