د پاکستان مسلم لیګ ګوند زیاتې څوګۍ وګټلې
-
په روان میلادي کال کښې د پاکستان دمشرانو جرګې دوه پنځوس(۵۲) غړي متقاعد کیږي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مشرانو جرګې سینا انتخابات وشول او واکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې ترټولو زیاتې څوکۍ ګټلی دی .
دپاکستان دمشرانو جرګې سینا په انتخاباتو کښې واکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې له دوه پنځوس (۵۲)څوکیو څخه پینځلس(۱۵) ، پیپلز ګوند دولس (۱۲)، تحریک انصاف ګوند شپږ(۶) ، نیشنل پارټۍ (۲) ، ایم کیو ایم ګوند دوه(۲) ، جمعیت علمای اسلام ګوند فضل الرحمان څانګې ، جماعت اسلامی او فنکشنل مسلم لیګ ګوند یوه(۱) یوه څوکۍ ګټلی ده .
دپاکستان عوامی نیشنل پارټۍ او وطن پارټۍ د مشرانو جرګې هیڅ څوکۍ ونه ګټله .
دپاکستان واکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې د مشرانو جرګې په انتخاباتو کښې په پنجاب صوبې کښې یولس(۱۱) ، په اسلام اباد کښې دوې (۲) او په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دوې(۲) څوکۍ ګټلی دی خو په بلوچستان صوبې کښې یې هیڅ څوکۍ نه ده ګټلی .
دپاکستان پیپلز ګوند په سیند صوبې کښې لس(۱۰) او په خیبر پښتونخوا صوبې کښې دوې (۲)څوکۍ او تحریک انصاف هم شپږ (۶) څوکۍ ګټلی دی .
دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې هم خپلواکه کاندیدانو شپږ(۶) څوکۍ او نیشنل پارټۍ دوې (۲)، پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ دوې(۲) او جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې هم یوه څوکۍ ګټلی ده .
په قبایلی سیمو کښې هم څلورو خپلواکه کاندیدانو د مشرانو جرګې څلور(۴) څوکۍ ګټلی دی .
د پاکستان دمشرانو جرګې د انتخاباتو لپاره ټول ټال یوسل درې دیرشو(۳۳) کاندیدانو له یوبل سره سیالۍ وکړه .
دپاکستان د مشرانو جرګې د غړیو شمیر یوسل څلور(۱۰۴) تنه وی او هر غړی د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږی .
په روان میلادی کال کښې د پاکستان دمشرانو جرګې دوه پنځوس(۵۲) غړی متقاعد کیږی او ځکه خو دغه انتخابات وشول او دوه پنځوس()۵۲ نوی غړی وټاکل شول .