دپاکستان امنیتی ځواکونو څلور ترهګر ووژل
Mar 06, 2018 02:46 Asia/Kabul
-
د پاکستان بلوچستان صوبه د ډیرو ترهګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه د فعالیتونو ستر مرکز دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په چمن سیمه کښې دترهګرۍ ضد د ادارې په عملیاتو کښې څلور(۴) ټروریسټان هلاک شول .
له وژل شویو ترهګرو څخه دځان وژونکو حملو څلور(۴) جیکټونه ، چاودیدونکی مواد او نورې وسلې کشف شوی دی .
دپاکستان دبلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکو وویل دافغانستان او دپاکستان په سرحد کښې چمن سیمې ته له افغانستان څخه د ترهګرو د ورتلو اطلاع ترلاسه کړې شوی وه او دجاسوسۍ ادارو غړیو په یوه(۱) کور چاپه ووهله او د نښتې په ترڅ کښې څلور(۴) ترهګر هلاک شول .
د پاکستان بلوچستان صوبه د ډیرو ترهګرو ډلو په تیره بیا د طالبانو، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه د فعالیتونو ستر مرکز دی .