افغان طالبان د پاکستان مرستې ته هیڅ ضرورت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67247-افغان_طالبان_د_پاکستان_مرستې_ته_هیڅ_ضرورت_نه_لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي: طالبان موږ ته هیڅ اړتیا نه لري او د افغانستان ۴۳ سلنه خاوره په واک کې لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 15:00 Asia/Kabul
  • افغان طالبان د پاکستان مرستې ته هیڅ ضرورت نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي: طالبان موږ ته هیڅ اړتیا نه لري او د افغانستان ۴۳ سلنه خاوره په واک کې لري.

سپوتنیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې خواجه اصف دا څرګندونې وروسته له هغه کړې چې امریکا یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ ملامت کړی.

دغه پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې، چې د افغان حکومت په ګډون امریکا او ځينې هېوادونه پر دې هېواد غږ کوي، چې پر طالبانو د «سولې خبرو» لپاره فشار راوړي.

خواجه اصف ويلي، امریکا غواړي، موږ د دوي پر دستوراتو روان واوسو، خو اسلام اباد دغسې ګام نه شي اخیستلی.

هغه دا هم ویلي چې امریکا په نړۍ کې د زورور پوځ نغاره وهي، خو په افغانستان کې يې نه یوازې د جګړې خاتمه ونه کړه، بلکې د مخدره موادو تولید يې هم له ۲۰۰ نه ۹۰۰ ټنو ته لوړ کړ.

د شنونکو په باور د طالبانو د اصلي ادرس پر ځای نورو هېوادونو ته لاس غځول په لوی لاس هغوی ته امتیازات بخښل دي.