په پاکستان کښې د پينځو تنو دهشتګردو وژله
Mar 14, 2018 18:51 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ترهه ګرو په خلاف د دغه هېواد د فوځي ځواکونو په عملياتو کښې پينځه ترهه ګرو هلاک شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان امنيتي چارواکو وويل، دغه پينځه ترهه ګر بېګا د کراچۍ ښار په لياري سيمه کښې د دغه هېواد له فوځي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
په دغه نښته کښې يو پاکستاني فوځي هم ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.
همدارنګ په دغه نښته کښې زياته اندازه وسلې بمونه او چاودېدونکي مواد هم کشف او ضبط شول.
ټیګونه