پاکستان ته دایران دګیسو پایپ لاین به ډیر زربشپړشی
د سولې دپایپ لاین په نامې سره پاکستان ته د ایران دګیسو د پایپ لاین د غزیدا پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچ څخه پیل شوی ، خو دځینو هیوادونو په لاسوهنو سره ئې په پاکستان کې اجرا تر دې دمه ځنډیدلې ده .
ایرناخبری ا ژانس راپور ورکړی ، پاکستان په ولسی جرګې کې د واکمن مسلم لیګ ن څانګې یوه استازی راجه جاوید اخلاص نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، پاکستان ته دایران د ګیسو د لیږدونکی پایپ لاین دپروژې داجرا عملیات به ، چې دسولې په پایپ لاین هم مشهور دی ، د دغه هیواد د اوسنی حکومت په پړاؤ کې بیرته پیل شی .
راجه جاوید اخلاص چې دپاکستان پارلیمانی منشی هم دی ، له دغې موضوع ئې د دغه هیواد د پارلیمان استازی هم خبر کړی دی .
په همدې زمینې کې د ایران د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی هم پرون وئیلی وو ، دګیسو دپایپ لاین د پروژې په زمینې کې دایران او پاکستان خبرې اترې دوام لری.
د سولې دپایپ لاین په نامې سره پاکستان ته د ایران دګیسو د پایپ لاین د غزیدا پروژه د ۲۰۱۴کال له مارچ څخه پیل شوی ، خو دځینو هیوادونو په لاسوهنو سره ئې په پاکستان کې اجرا تر دې دمه ځنډیدلې ده .
ایران پاکستان ته د صادراتو لپاره د ګیسو دپایپ لاین د غززولو دتړون په باب پخپلو ژمنو عمل کړی دی ، او دپاکستان له پولې سره تر نزدې پورې ئې پخپلې خاورې کې د دغه پایپ لاین بشپړول پای ته رسولی دی .
په پاکستان کې د انرژۍ او سونګو د بیّو ډیره لوړیدا، دګیس اوبریښنا دانرژۍ ډیر زیات کمښت او په دغه هیواد کې پراخه خاموشی د پاکستان د ولس لپاره جدی مشکلات دی او داسلام اباد حکومت تر دې دمه نه دی توانیدلی ، د دې مشکل د هوارولو لپاره کومه منطقی حل لاره پیدا کړی .