په بلوچستان کې چاودنه شوې
د پاکستان د بلوچستان په کلا سیف الله سیمه کې تیره شپه چاودنه شوی چی د افغان طالبانو یو سرتیری په ګډون اووه تنه وژل شوی او څو نور ټپیان دی.
د اسوشیتید پرس اژانس ویلی چې دا چاودنه د افغان طالبانو د یو پلوی ملا په کور شوې ده، خو ددې کورنۍ د یو خپلوان «خیرمحمد» له قوله؛ په چاودنه کې د کورنۍ څښتن عبدل جوګیزی، د هغه څلور زامن ملا حبیب الله، عصمت الله، نقیب الله، رحمت الله، یوه لمسۍ او یو لمسئ وژل شوی دی.
د بلوچستان ولایت یو سیمه ییز چارواکی شفقت شاولی ویلی چې د کلا سیف الله په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په گډون لس تنه ټپیان شوی هم دی. د ملا حبیب الله خان خپلوان «خیرمحمد» ویلی چې هغه د پاکستان د طالبانو تحریک غړی و.
ځایی خلک وایی ملا حبیب الله چې په چاودنه کې وژل شوی، د افغان طالبانو پلوی و او کله نا کله به یې افغانستان ته تګ راتګ هم کاوه. کلاسیف الله د ږوب او لورالای ترمنځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دی.