په افغانستان کښې دامریکا ستراتیژۍ ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67792-په_افغانستان_کښې_دامریکا_ستراتیژۍ_ماتی_خوړلی_ده
دپاکستان او د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند رحیم الله یوسفزی په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې د افغانستان په جنګ کښې دامریکا سیاستونه ماتی خوړلی وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2018 01:47 Asia/Kabul
  • تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان شتون او دهیواد ډیرې ولسوالۍ په لاس کښې ولري په افغانستان کښې دامریکا دبریالیتوب امکان نشته .
    تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان شتون او دهیواد ډیرې ولسوالۍ په لاس کښې ولري په افغانستان کښې دامریکا دبریالیتوب امکان نشته .

دپاکستان او د افغانستان دسیاسی چارو کارپیژاند رحیم الله یوسفزی په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې د افغانستان په جنګ کښې دامریکا سیاستونه ماتی خوړلی وبلل .

هغه وویل په افغانستان کښې د امریکا د پوځی شتون زیاتیدا به د جنګ له پراخیدا او د ناامنۍ او دخلکو د  وژلې له دوام پرته بله هیڅ بریا ونلری .

دسیاسی چارو دغه شناند له طالبانو سره خبرې د افغانستان او دامریکا ګډ سیاست وباله او ویې ویل طالبان له هیواد څخه دامریکا دعسکرو تر وتلو پورې دکابل له حکومت سره خبرې نه کوی .

له دې مخکې دامریکا« نیشنل اینټرسټ» مجلې هم ویلی وو تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان شتون او دهیواد ډیرې ولسوالۍ په لاس کښې ولری په افغانستان کښې دامریکا دبریالیتوب امکان نشته .