اسلام اباد دې دګوادر اوچابهاربندرونو دیوځای کیداپه باب دایران وړاندیز ومنی
په پاکستان کې دایرانیو بانکونو اوپه ایران کې دپاکستانیو بانکونو څانګې باید پرانیستل شی او د دواړو هیوادونو د تاجرانو اوښاریزو لپاره ه م هم لازمې آسانتیاوې برابرې شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران اوپاکستان دتجارتی ټولنې مشر خواجه حبیب الرحمان پرون مازدیګر داسلامی ایرا ن له تجارتی سلایار سره په کتنې کې پاکستان ته د ایران دخارجه وزیر محمد جواد وروستی سفر د دواړو هیوادونو دتجارتی اړیکو د شفافیّت عامل وبالۀ او وې وئیل ، اسلام اباد باید د خپل هیواد د ګټو او اقتصادی ودې لپاره د ګوادر اوچابهار بندرونو سره یو ځای کیدا لپاره دایرانی لوری وړاندیز ومنی ،ځکه ایران اوپاکستان په لازیات تعامل او ملګرتیا سره دسیمې برخلیک بدلولی شی .
حبیب الرحمن روښانه کړې ، لازمه ده چې دمحدودیّتونو دپراختیا په ځای ، دارتباطی چینل په جوړولو سره ، درست ګاونډیان له یوه بل سره یو ځای ا ومتحد شی .
دپآکستان او ایران دتجارتی ټولنې مشر ددې خبرې په کولو سره چې ډیر زر د دواړو هیوادونو ترمینځ دآزاد تجارت تړون نهائی شی ، په دوام کې ووئیل ، د ګوادر اوچابهار بندرونو دګنډل کیدا لپاره لازم اقدامات هم شوی دی او هیله من یووو چې په راتلونکو څو کلونو کې د دواړو هیوادونو د تجارتی مبادلاتو اندازه له پنځه میلیارډ ډالری ارزښته زیاته شی . هغه همداراز د دوو اړخیز تجارت دپراختیا دخنډونو دلیرې کولو په ضرورت په ټینګار سره روانه کړې ، په پاکستان کې دایرانیو بانکونو اوپه ایران کې دپاکستانیو بانکونو څانګې باید پرانیستل شی او د دواړو هیوادونو د تاجرانو اوښاریزو لپاره ه م هم لازمې آسانتیاوې برابرې شی .