د پاکستان په شمال لویدیځ کی یو شمیر ترهه ګر ونیول شول
Mar 23, 2018 11:52 Asia/Kabul
د پاکستان د تروریزم ضد ادارې، په خیبر پختونخواه صوبه کی د دری ترهه ګرو د نیولو خبر ورکړ.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبی د« ډیره اسماعیل خان » ښار د ټروریزم ضد ادارې، نن جمعه اعلان وکړ: دغه ترهه ګر؛ چی له هغوی څخه چاودیدونکی توکی، او څو میله وسلې نیولی شوی، بیګاه د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کی ونیول شول. دغې ادارې د نیول شویو کسانو هویت ته اشاره ونه کړه.
د پاکستانی سرچینو په وینا؛ نیول شویو کسانو د« ډیره اسماعیل خان » د شیعیانو په ټرور کی لاس لرلئ دئ.
د جماعت الاحراز؛ او لښکر جهنګوی په شمول، ترهه ګری ډلې د پاکستان په خیبر پختونخواه صوبه کی فعالی دی، او اوس مهال دغه صوبه؛ د ترهه ګرو په پټن ځای بدله شوې ده.