دایران پاکستان داړیکوپراختیا ددواړوهیوادونودملتونوپه ګټه ده
دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر دپاکستان دملی امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوعه سره هم د دوواړخیزو مسئلو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمبارزې او دسرحدی مشکلاتو په باب هم خبرې اترې وکړې .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران دبهرنیو اړیکو دسټراټژیکو اړیکو مشر کمال خرازی نن په اسلام اباد کې د پاکستان دمشرانو جرګې دواکمن ګوند داستازو له مشر راجه ظفرالحق سره په کتنې کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دملګرتیاؤ د زیاتیدا او د دوو اړخیزو ملګتریاؤ دپرختیا په باب خبرې اترې وکړی . کمال خرازی په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د اقتصادی ملګرتیاؤ پر پراختیا ، پاکستان ته دایران دګیسو د پایپ لاین دپروزې پر اجرائی کیدا او د بانکی مبادلاتو دمشکل پر حل ټینګار وکړ او دا چاره ئې د دووګاونډیو هیوادونو داړیکو دپراختیا لامل وبلله .
هغه همداراز دپاکستان د جمعیّت علمای اسلام ف څانګې له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم په کتنې کې دفراط پالنې د بلا په مخنیوی کې د مذهبی عالمانو اوسیاسی ګوندونو د رول یادونه وکړه او وې وئیل ، د ا سلام دښمنان افغانستان اوپاکستان ته د داعشی عناصرو په منتقلولو بوخت دی چې د دوو دوو اړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا د دښمنانو د دغې دسیسې مخنیوی کولی شی.
هغه په افغانستان وپاکستان کې داعشی ترهه ګرو پراختیا یوه جدی خطره وبلله او د دواړو هیوادونو د تعاملاتو په زیاتیدا ئې ټینګار وکؤ ؟
دایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژیکې شورا مشر دپاکستان دملی امنیت له سلاکار ناصرخان جنجوعه سره هم د دوواړخیزو مسئلو او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره دمبارزې او دسرحدی مشکلاتو په باب هم خبرې اترې وکړې .
دایران د بهرنیو اړیکود سټراټژیکې شورا مشر پرون له کابله اسلام اباد ته تللی څو د دغه هیواد له لوړ پوړو سیاسی اوامنیتی چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او دسیمه ایزو اونړیوالو مسئلو په باب مشورې اوخبرې اترې وکړی .