د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر دروغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68158-د_افغان_او_پاکستاني_ځواکونو_ترمینځ_د_نښتې_خبر_دروغ_دی
د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ د نښتې په هکله د افغان سرچینو خبر دروغ وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 15:06 Asia/Kabul
  • د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر دروغ دی

د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ د نښتې په هکله د افغان سرچینو خبر دروغ وباله.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل نن وویل: د پاکستان او افغانستان په ګډه سرحدي سیمه کښې د دواړو هیوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر بې بنیاده دی او داسې هیڅ ډول نښته نه ده شوې.

محمد فیصل زیاته کړه: پاکستان د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا احترام کوي.

له دې مخکښې افغان رسنیو د دغه هیواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د افغانستان د پکتیا ولایت په پتان سرحدي سیمه کښې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمینځ نښته کښې اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو افغان ځواک ژوبل شوی دی.