پاکستان د ترهګرو په اړه افغانستان ته معلومات ورکړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68250-پاکستان_د_ترهګرو_په_اړه_افغانستان_ته_معلومات_ورکړل
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوې دافغانستان چارواکو ته یوه(۱) دوسیه (Dossier)سپارلی ده چې پکښې په تیره میاشت کښې په سوات سیمه کښې د پوځ په عسکرو ځان وژونکی حملې کښې په افغانستان کښې دیره دتحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د لاس لرلو په اړه ثبوتونه وړاندې شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 01:21 Asia/Kabul
  • دپاکستان خارجه وزارت د افغانستان په چارواکو غږ وکړ چې د هیواد دننه د ترهګرو دپټنځایونو پرضد اغیز شیندونکي اقدامات وکړي.
    دپاکستان خارجه وزارت د افغانستان په چارواکو غږ وکړ چې د هیواد دننه د ترهګرو دپټنځایونو پرضد اغیز شیندونکي اقدامات وکړي.

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوې دافغانستان چارواکو ته یوه(۱) دوسیه (Dossier)سپارلی ده چې پکښې په تیره میاشت کښې په سوات سیمه کښې د پوځ په عسکرو ځان وژونکی حملې کښې په افغانستان کښې دیره دتحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د لاس لرلو په اړه ثبوتونه وړاندې شوی دی .

د روان میلادی کال د تیرې فرورۍ دمیاشتې په دریمه(۳) نیټه دپاکستان دسوات په کابل(Kabal) سیمه کښې دپوځ یوه کیمپ ته نږدې په یوې ځان وژونکی حملې کښې  یولس (۱۱)عسکر وژل شوي  او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شوی وو .

دپاکستان خارجه وزارت د افغانستان په چارواکو غږ وکړ چې د هیواد دننه د ترهګرو دپټنځایونو پرضد اغیز شیندونکی اقدامات وکړی.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل د افغانستان په خاوره کښې له وسله والو ډلو سره مالی مرستې کیږی ، دهغوې لپاره پلانونې کیږی او د افغانستان له خاورې څخه دپاکستان په خاوره  کښې دپوځ د مرکزونو پرضد حملې کیږی .