پښتون تحفظ غورځنګ دپاکستان ضد ایجنډه نلری
-
زمونږ ټولې غوښتنې او فعالیتونه د عدم تشدد د فلسفې پراساس دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو وویل دوې د هیواد پرضد هیڅ ایجنډه نلری او ټولې غوښتنې یې د پاکستان له اساسی قانون سره سمون خوری .
دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو پرون دخیبر قبایلی سیمې په لنډی کوتل کښې په باچا خان چوک کښې یوې غونډې ته په وینا کښې په رسنیو کښې د ډوې پرضد ناوړه کمپاین نیوکه وکړه کوم چې دوې خائنان او د هیواد د دښمانانو عاملان ګڼی .
د پاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ مشرانو وویل دغه غورځنګ نه دی هیواد پرضد دی او دنه د هیواد دکومې ادارې پرضد او زمونږ د کوششونو هدف دپښتنو د ترهګرۍ د ځپلیو سیمو لپاره د قانونی او د جایزو حقونو ترلاسه کول دی .
هغوې وویل زمونږ ټولې غوښتنې او فعالیتونه د عدم تشدد د فلسفې پراساس دی ..
دپښتون تحفظ غورځنګ مشرانو ویل چې په قبایلی سیمو کښې دپلټنې په پوستو کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو پرځاې خاصه دار ځواکونه دیره شی او استخباراتی ادارې دې د پلټڼې په مرکزونو کښې د قبایلی سیمو د خلکو له بې احترامۍ کولو ډډه وکړی او هغوې د پاکونې دعملیاتو په نوم له خلکو سره ناوړه چلند بندکړی .
په دغه غونډې کښې د خیبر قبایلی سیمې دځینو بې درکه شویو کسانو خپلوانو چې په لاسونو کښې یې دهغوې عسکونه نیولی وو ګډون وکړ او دخپلو بې درکه شویو کسانو د زر دخوشی کولوغوښتنه یې وکړه .