په پاکستان کې څلور تنه پاکستانی عیسویان وژل شوی
د پاکستان پولیس وایی چې څلور تنه پاکستانی عیسویان د دې هېواد په جنوب لوېدیځ کې په ډزو ووژل شوی دی. د دې حملې مسؤلیت داعش ترهه ګری ډلې منلی.
پولیس چارواکی وایی، دا کسان په کوټه کې په یوه رکشا کې سپاره وو چې ناڅاپه پر یوه موټرسایکل سپرو وسلهوالو ډزې پرې وکړې.
د پولیسو په وینا، په پېښه کې د یوې کورنۍ درې تنه غړی، او د رکشا چلوونکی ځای پر ځای مړه شول، او پنځم چې یو ماشوم و، ژوندی پاتې دی او روغتون ته رسول شوی دی.
د بلوچستان ایالت د پولیسو چارواکی«معظم جان انصاری» روېټرز خبری اژانس ته ویلی، داسې ښکاری چې دا یوه هدفی وژنه وه او هغه دا یوه ترورېستی پېښه وبلله، او زیاته یی کړه؛ چی لمړنی تحقیقات ښیې چی قربانیان د خپلې عقیدې په خاطر تر حملې لاندی نیول شوی دی.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه کېږی چې پاکستانی عیسویانو د عیسویانو ایستر جشن ولمانځه.
د پاکستان د نږدې ۲۰۰ میلیونه وګړو په ۱۰۰ کې دوه، عیسویان دی.