د پاکستان تیر وزیراعظم محکمې ته حاضر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68522-د_پاکستان_تیر_وزیراعظم_محکمې_ته_حاضر_شو
نواز شریف نن په محکمه کښې د مالي فساد په هکله د خپلې دوسیې په باب ځواب ورکوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 04, 2018 13:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان تیر وزیراعظم محکمې ته حاضر شو

نواز شریف نن په محکمه کښې د مالي فساد په هکله د خپلې دوسیې په باب ځواب ورکوي.

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نن سهار له خپلې لور او زوم سره یوځاې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د اسلام آباد په محکمه کښې حاضر شو.

نواز شریف نن په محکمه کښې د مالي فساد په هکله د خپلې دوسیې په باب ځواب ورکوي.

د پاکستان تیر وزیراعظم د محکمې د غونډې له جوړیدو مخکښې خبریالانو ته په مرکه کښې د هیواد په سترې محکمې باندې په نیوکې سره وویل چې د ده او د کورنۍ خلاف یې تورونه او دوسیه په سیاسي انګیزې سره جوړه شوې ده.

د پاکستان سترې محکمې نواز شریف د مالي فساد په تور وړومبی له وزیراعظمۍ څنګته کړ او څه موده پس یې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ هم سلبِ صلاحیت کړ.