دکشمیر د ولس مبارزه به بلاخره هم بریالۍ شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i68564-دکشمیر_د_ولس_مبارزه_به_بلاخره_هم_بریالۍ_شی
په وروستیو څو اونیو کې د هندی پوځ په لاس دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر د خلکو ځپل په اوڅاره توګه زیات شوی چې له امله ئې هره ورځ یو شمیر عام کشمیریان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دهغوی کورونه اونور ځایونه هم په ا وور کې سوزول کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2018 03:18 Asia/Kabul
  • دکشمیر د ولس مبارزه به بلاخره هم  بریالۍ شی

په وروستیو څو اونیو کې د هندی پوځ په لاس دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر د خلکو ځپل په اوڅاره توګه زیات شوی چې له امله ئې هره ورځ یو شمیر عام کشمیریان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دهغوی کورونه اونور ځایونه هم په ا وور کې سوزول کیږی .

  تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،  دپاکستان  لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  پرون مازدیګر  د کشمیر سیمې له مسئولانو سره په کتنې کې د کشمیریانو دآزادی غواړو هلو ځلو په  مقابل کې  له ګرمو وسلو دهندی عسکرو  استفاده   دخواشینۍ وړ بللې  اووئیلی ئې دی ،  داسلام اباد حکومت  له کشمیریانو څخه  له خپلو سیاسی ملاتړون لاس په سر نه کیږی  او  د دغې سیمې د وضعیّت په باب فیصله د  دغې سیمې دخلکو حق ګڼی .

  شاهد خاقان عباسی  همداراز  پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ،  باید  په کشمیر سیمې کې د  هندی پوځ د جنایتونو  او  تاؤتریخجنو اقداماتو مخنیوی وکړی  او د مظلومو کشمیریانو   د ژوند دژغورنې په باب   دې د ملګروملتو    پریکړه لیکونه پلی کړی .