دافغانستان جنګ پوځی حل لاره نلری
-
دپاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کابل ته د سفر په وخت افغانستان ته په وړیا ډول د څلویښت زره(۴۰۰۰۰) ټنه غنمو د ورکولو ژمنه وکړه .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د لومړی وزیر دفتر کابل ته د شاهد خاقان عباسی د سفر له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې وویل
پاکستان او افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د سولې په پروسې کښې د ګډون لپاره مثبت ځواب ورکړی او د افغانستان جنګ پوځی حل لاره نلری او ترټولو ښه لاره سیاسی حل دی او ترهګرۍ ګډ دښمن او خطر دی .
دپاکستان دلومړی وزیر د دفتر په بیانیې کښې ویل شوی دی افغانستان او پاکستان به دیوه بل پرضد دخپلې خاورې د کارول کیدا اجازه ورنکړی او د اقتصادی پروژو او داړیکو په اړه خبرو اترو ته به دوام ورکړل شی .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کابل ته د سفر په وخت افغانستان ته په وړیا ډول د څلویښت زره(۴۰۰۰۰) ټنه غنمو د ورکولو ژمنه وکړه او پاکستان دغه راز د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته اسلام اباد ته د سفر بلنه هم ورکړی ده .